د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرامو پر اداکارې تېزاب پاشل شوي دي.


د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د سټېج پر یوې اداکارې بشرا یو کس تېزاب پاشلي دي.

د پولیسو په خبره، دا پېښه نن سهار شا و خوا درې بجې شوې ده.

په دې اړه د پبو د پولیس تاڼې پلټونکي افسر بهروز خان مشال راډیو ته وویل چې د ۱۸ کالنې بشرا پر مخ د تېزاب پاشلو تور د ډرامو پر یوه پروډیوسر شوکت پورې شوی دی.

بهروز خان وايي، بشرا له خپلې مور شمیم او ورور پروېز خان سره په یوه وړوکي کور کې اوسېده.

دی وايي، دوی یو پولیس سیمې ته استولی دی چې شوکت پیدا کړي.

دی زیاتوي، د شوکت تر موندلو وروسته به د پېښې په اړه نور مالومات تر لاسه شي.

تر پېښې وروسته بشرا د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته ورسول شوه. ډاکتران وايي، د بشرا مخ او اوږه سوځېدلي دي خو روغتیايي وضع یې د ډاډ وړ ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG