د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ ۱۰ میلیونه ماشومان پردو کورونو کې مزدوران دي


فرانس پريس خبري اژانس د مزدورانو د حقونو د نړيوال سازمان يا آی ايل او په حواله وايي چې د نړۍ له شاوخوا ۱۰.۵ ملينه ماشومانو څخه د خلکو په کورونو کې د نوکرانو په توګه کار اخيستل کيږي. د يادې ادارې د مالوماتو له مخې، له دې ماشومانو سره د غلامانو په څېر سلوک کيږي او د کار شرايط يې پر روغتيايي حالت ناوړه اغېزې کوي.


په ملګرو ملتونو کې د مزدورانو د حقونو نړيواله دغه اداره وايي چې په کورونو کې د کار کوونکو ماشومانو له جملې څخه دريمه برخه يې جينکۍ دي او ورڅخه ۶.۵ ميلينه ماشومان داسې دي چې عمرونه يې د پينځو او څوارلسو کالونو په مينځ کې دي.

په آی ايل او کې د ماشومانو د محنت مشقت ضد څانګې مشرې کانسټانس تومس اژانس ته ويلي، د نړۍ له ماشومانو سره زور زياتی په داسې حال کې کيږي چې نړيوالې ادارې يې د له مينځه وړلو ادعاوې کوي.

نوموړې زياته کړې، پر ماشومانو د شاقه کارونو کولو په ترڅ کې نه يوازې د دوئ بنيادي حقونه تر پښو لاندې کيږي، بلکې د ماشومانو د خير ښېګړې له پاره د پيلو شويو ملي او نړيوالو پروژو مخه هم نيول کيږي.

هر کال د جون د مياشتې دولسمه نېټه د ماشومانو د مزدورۍ پر ضد د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کيږي. په هم دې ورځ، يعنې نن، د آی ايل او لخوا په خپور کړل شوي رپورټ کې راغلي چې د پاکستان او نيپال په کليو کې خلک، د دې له پاره چې اخيستي قرضونه خلاص کړي، خپل ماشومان پرديو کورونو ته د کار له پاره لېږي.

په رپورټ کې دغه راز په ځانګړې توګه د افريقايي هېوادونو هيټي او ايتوپيا د ماشومانو يادونه هم شوې ده چې وايي، سلګونه زره يې په پرديو کورونو کې مزدورۍ کوي.

آی ايل او وايي، په کورونو کې له مزدورانو ماشومانو بېلا بېل کارونه اخيستل کيږي. دوئ کورونه صفا ساتي، جامې وينځي او استري کوي يې، اخلی پخلی کوي، په باغچو کې کارونه کوي، د کور د استعمال اوبه راوړي او د کور د وړو ماشومانو او لويانو د ضرورتونو خيال ساتي.

په رپورټ کې وړاندې راغلي، د کورونو دننه کار کوونکي ماشومان، په داسې حال کې چې د عامو خلکو له نظره پټ وي او د کور د مالک په رحم و کرم وي، اکثره وخت له فزيکي، رواني او جنسي ګواښونو سره مخامخ کيږي.

دغه راز ويل شوي چې دا امکان زيات ليدل کيږي چې کورني مزدوران ماشومان فحش کارونو کولو ته مخه کړي.

په آی ايل او کې پر ماشومانو د مزدروۍ کولو ضد ادارې مشرې آغلې تومس اژانس ته ويلي، موږ بايد يوه داسې قانوني چوکاټ مخې ته راوړو چې په ترڅ کې يې د کورونو دننه د ماشومانو د کار کولو مخه ونيول شي او د هغه ځوانو هلکانو او جينکو له پاره، چې غواړي مزدوري وکړي، د کار ښه شرايط رامخ ته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG