د پاکستان یو عدالت د پخواني پوځي واکمن جنرل پرویز مشرف ضمانت ومنی خو بل عدالت بيا رد کړی.
په اسلام آباد کي یوه عدالت نن په ۲۰۰۷ م کال کې د جګ پوړو ججانو د نیولو په مقدمه کې د مشرف ضمانت ومنی خو د ورځي په سر کې د بلوچستان یوه عدالت د ۲۰۰۶ م کال په اګست کې د پوځي عملیاتو پر مهال د بلوڅ سیاست وال نواب اکبر بګتي د قتل په اړه، د مشرف ضمانت رد کړی او دا ځکه چې نوموړی عدالت ته حاضر نشو.
تېره میاشت، د پخوانۍ وزيراعظمې بي نظیر بټو د قتل په مقدمه کې هم د مشرف ضمانت منل شوی و.
په مشرف تور دی چې د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر میاشت کې یې بې نظیري ته امنیت نه وو برابر کړی.
مشرف د روان کال د اپریل د نولسمې نېټې راهیسې په خپل کور کې نظر بند دی.