نیو یارک - ملګري ملتونه وایي، د روس دا غوښتنه نه شي منلی چې د جولان لوړو ته ځواکونه واستوي.
د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د جمعې پر ورځ تر هغې وروسته د اسراییل او شام تر منځ د جولان لوړو ته د ځواکونو د استولو وړاندیز وکړ، چې اسټریا تر هغه مخکې اعلان کړی وو، چې په شام کې د کورنۍ جګړې له امله خپل سوله ساتې ځواکونه له جولانه وباسي.
ملګرو ملتونو وویل، د اسراییل او شام تر منځ په موافقې کې دا ویل شوي ، چې د امنیت شورا غړی هیواد په دې سیمه کې څارونکي نه شي ساتلای.
آسټريا د جولان په لوړو کې د ملګرو ملتونو په ۱۰۰۰ کسیز سوله ساتې پوځ کې ۳۸۰ عسکر لري.
له څلورو لسیزو راهیسې دغه سوله ساتې پوځیان په دې سیمه کې ځای پرځای شوې دي.
د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ځواکونو ادارې له هند او فلپین وغوښتل چې هلته د خپلو سرتېرو شمیر زیات کړي.
په دې ترڅ کې ملګرو ملتو له نورو هیوادو هم هیله کړې ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي.
د جولان لوړې د اسراییل او شام تر منځ لانجمنه سیمه ده.
په جولان کې خاص ځایونه د ملګرو ملتونو له خوا نا پوځي ګرځول شوي دي.
همدا لامل دی چې د اسراییل او شام تر منځ د ۱۹۶۷ز لسیزې تر نښتې او بیا د دې سیمې تر اسراییلي واک لاندې تر راتګ وروسته دلته د اوربند په نتیجه کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه ساتل شوي دي.
په دې وروستیو ورځو کې شامي یاغیانو دا نا پوځي سیمه ونیوله چې د ټرانزېټ پولې په توګه کار کوي.
بیا اسراییل خبر ورکړ چې د شام حکومتي پوځیانو او یاغیانو تر منځ په جولان کې تر نښتو وروسته شامي پوځیانو بیا د سیمې واک تر لاسه کړ.
په شام کې د کورنۍ جګړې له کبله په اسراییل کې د امنیت اندېښنې زیاتې شوې دي.