د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري د قامي اسمبلۍ غونډه راتلونکې شنبه رابللې ده



د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د نوي منتخب شوي قامي اسمبلۍ د غړو غونډه د راتلونکې خالي يا شنبې په ورځ په اسلام آباد کې رابللې ده.


د پاکستان د سرکاري راډيو تر مخه د دې غونډي سپیکر به ډاکټر فهميده مرزا وي او په دې ورځ به د قامي اسمبلۍ ټول غړي سوګند پورته کوي.

د راتلونکې ګل يا دوشنبې په ورځ به د نوي سپيکر او ډپټي سپيکر انتخاب کيږي او تمه څرګنديږي چې د جون پر پنځمه نېټه به د قامي اسمبلۍ لخوا د نوي وزيراعظم انتخاب وشي او دا تقريباً حتمي شوې چې نوی وزيراعظم به نواز شريف وي چې په دريم ځل د دې چوکۍ لپاره ټاکل کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG