د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل برید خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده


په کابل کې د ملګرو ملتو پر دفتر د طالبانو په بريد کې د چارواکو په وينا نهه کسان وژل شوي دي.
چاواکې وايي برید پرون د مازدیګر څلور بجې پیل شوی و او نږدې لس ساعته يي دوام وکړو. د کابل د پوليسو مرستيال مشر داود امين نن له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې په دغه پېښه کې څلور بريد کونکي ، يو پوليس او د يوی ماشومې په ګډون څلور اولسي وګړي وژل شوي دي او ديارلس کسان ژوبل شوي دي او د آيي، او، آيم يا International Organization for Migration څلور کارکوونکي زخميان شوي چې يوه يې ايټالوۍ ښځه ده.
دا په یوې اوونۍ کې دويم برید وو چې په کابل کې وشو.
XS
SM
MD
LG