د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند سنګین کې ګڼ وسله وال ووژل شول


د افغانستان ملي اردو سربازان
د افغانستان ملي اردو سربازان


افغان چارواکي وايي چې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ یې کې د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې اتویشت طالبان او څلور د پولیسو عسکر وژل شوي دي.


د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن ویلي چې دا برید پرون په سلګونو داسې وسله والو په سنګین ولسوالۍ کې د پولیسو پو چوکیو پیل کړی پاکستاني او چچنیايي هم پکښې دي.

د عمر ځواک په وینا دا برید لا هم دوام لري او په سیمه کې خال خال ډزې اورېدل کېږي. په دې پېښه کې تر اوسه د پولیسو پنځه عسکر ټپي شوي هم دي.

بل پلو وسله وال طالبان وايي چې دوی په سنګین والسوالۍ کې د پولیسو د یو کومندان په ګډون د پولیسو دولس عسکر وژلي دي. خو عمر ځواک بیا د وسله والو طابانو دا ادعا نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG