د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خیبر له ګوزڼ وایرسه پاک وګرځول شو"


د صحت نړیواله اداره ډبلیو ایچ او وايي، په قبايلي سيمو کي د ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکولو د کمپاين له وجې د ګوزڼ ناروغي سبب جوړيدونکي وايرس پي۳اې په مينځه وړلو کې کامياب شوي دي .


د دې کاميابۍ په اړه د قبايلي سيمو لپآره د پوليو د څاڅکو د کمپاين مشر ډاکټر سرفراز مشال ريډيو ته وويل:

” په تېرو درو کالونو کې موږ ته له خیبر سیمې د پولیو ناروغي لرونکی هېڅ رنځور نه دی راوړل شوی او نه مو هم په کوم ماشوم کې د پي ۳ اې وایرس موندلی دی، له دې دا ښکاري چې د ګوزن ناروغي په دې سیمه کې ختمه شوېده."

پاکستان ، افغانستان او نايجيريا هغه دري هيوادونه دي چرته چي تر اوسه پوري د ګوزن ناروغي شتون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG