د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې ګڼه درنه وسله وموندل شوه


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په پکتیکا کې ملي اردو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او جنګي مهماتو یو لوی ډیپو موندلی دی.


په پکتیکا کې د ملي اردو د 203 تندرقول اردو یوه قومندان بریدجنرال زمري مشال راډيو ته دغه پوځي عملیات تایید کړل خو ویې نه ویل چې څومره مهمات نیول شوي دي.

ښاغلي زمري وویل چې په برمل،ګیان او زېړوک ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې عمیات پیل شوي چې هدف یې له یادو سیمو څخه د وسله والو مخالفینو ویستل دي.
وسلوالو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG