د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: اته تنه افغان پولیس ووژل شول


په لوګر کې امنیتی مسوولان وایي چې د ماین په چاودنه کې نن اته تنه سیمه ایز پولیس وژل شويدي.


د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي مشال راډیو ته وویل چې دا سیمه ایز پولیس د دې ولایت مرکز پل علم پورې اړونده سیمه بابوس کلي کې وژل شوي.

ده وویل چې سیمه ایز پولیس نن د پنجشنبې ورځ له غرمې مخکې بابوس سیمې ته په ګزمه روان وو چې رنجر ډوله موټریې د سړک غاړې پر مین والوت او اته تنه پولیس پکې ووژل شول.

بابوس د لوګر له نا امنو سیمو څخه ده چې وسله وال مخالفان پکې ډیرفعالیت لري.
XS
SM
MD
LG