د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبلوچستان وزیراعلی : نیمايي نه زیاتې ضلعې حساسې دي


نیاز موسا خیل


د بلوچستان نګران وزیراعلی،نواب غوث بخش باروزي مشال رېډیو سره په ځانګړو خبرو کې وېلې دي چې د بلوچستان تر نیمایي زیاتې ضلعې د راتلونکې ټول ټاکنو پر وړاندې حساسې دي او په دغو حساسو سیمو کې د حالاتو خرابېدو په صورت کې به پوځ راغوښتل د دوی له لومړیتوبونو وي.نوموړي زیاته کړه،چې د صوبې پښتون مېشتې ضلعې عبدالله کلا په ګډون نږدې ۱۷ ضلعې د راتلونکي انتخاباتو پر وړاندې حساسې دي:

(( په ټولټاکنو کې هره ضلعه حساسه وي،ولې چې تاسو ته به پخپله معلوم وي چې په داسې ځایونو او موقعو کې د امنیت ستونزې راپورته کېږي.دا د طاقت جګړه وي او د طاقت په جګړه کې هر څوک غواړي چې هغه مخ ته راشي.ټولې سیمې ستونزې لرې،خو دا ده،کومو سیمو کې چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکیو له اړخه د دوی تحریک روان دی،په هغو سیمو کې خضدار،قلات،خاران،مکران اویو شمېر نورې سیمې شامیلې دي.))

نوموړی زیاتوي :

(( پوځ به تیار (سټېنډ بای) ناست وي،که بېړنی حالت رامنځ ته شو،نو خامخا یې راغواړو.پوځ په داسې حالاتو کې د امنیت ساتلو لازمې برخه ده.بلې خوا ته که ورته وګورو نو زموږ په سیمو کې هر کس له ځان سره د ساتونکیو پوځ غوندې ډله ګرځوي، او په انتخاباتو کې په داسې حالاتو کې د قبیلو او کاندیدانو تر مېنځ جګړې رامنځ ته کېدل عامه خبره ګرځېدلې ده.مطلب مې د خبرې دا دی چې د ضرورت پېښېدو په صورت کې دپوځ خواته به موږ حتمًا ګورو.))

نګران وزیراعلی بلوچستان مخته وایي،چې حکومت د کاندیدانو او رایه اچوونکیو د امنیت لپاره پوره پوره ګامونه پورته کړې دي


(( زموږ ګامونه پر معیار پوره دي.د امنیت ساتنه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده،ځکه چې
موږ غواړو،په صوبه کې صفا او پُرامن انتخابات وشي او د خلکو رایې په صحیح او آزاده توګه څرګنده شي.))

که څه هم څېړونکي فکر کوي چې بلوچستان کې د امنیت روانه خرابه وضع او د بلوڅ بېلتون غوښتونکیو له اړخه ګواښونه راتلونکیو ټول ټاکنو ته ګڼې ننګونې او خطرې رامنځ ته کړې دي،خو د بلوچستان نګران وزیراعلی هیله من دی چې حکومت به په دې وتوانیږي چې صفا ټول ټاکنې وکړي.
XS
SM
MD
LG