د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې زورورې زلزلې ۶۰ تنه ټپیان کړل





د ننګرهار د مرکزي روغتون چارواکي وايي، چې په ننګرهار کې د زلزلې له امله تر اوسه دوی ته ۶۰ تنه زخمیان وروړل شوي دي.


د روغتون مسول ډاکټر همایون زهیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې زخمیان له جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو وروړل شوي، چې پر ځینو شیشې ورماتې شوې او پر ځینو د کور ودانۍ او یا هم دیوالونه ورلوېدلي دي.

د ډاکټر زهیر د معلوماتو له مخې په دې کې ډیر شمېر داسې کسان دي، چې برسېرن زخمیان ول او له درملنې وروسته رخصت شول.

د نوموړي په خبره اوس یوازې ۱۹ تنه بستر شوي، چې ټپونه يي ژور دي.

اټکل کیږي،چې د زخمیانو شمېر به نور هم لوړ شي.

د ننګرهار د مرکزي روغتون د چارواکیو په خبره یو مړی هم وروړل شوی.

د ویلو ده، چې ددغې زلزلې مرکز په لغمان کې و، چې شاوخوا ټولو ولایتونو ته يي سخت ټکان ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG