د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برسلز غونډه: پر افغان امن بهیر خبرې کېږي




د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني او د دې ملک د بهرنیو چارو سیکرېټري جلیل عباس جېلاني له افغان او امریکايي چارواکو سره د سبا ورځې خبرو اترو لپاره نن د بېلجیم پلازمینې برسلز ته ځي.


په دې خبرو اترو کې به د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم برخه اخلي. افغان ولسمشر حامد کرزی نن د ګل ورځې پر سهار برسلز ته روان شوی دی.

د افغان ولسمشر ویاند اېمل فېضي د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د دې لیدو کتو تابیا د دې لپاره شوېده چې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکي بیرته ورغول شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو کې د پولې پر سر د شخړو او د روغې جوړې د بهیر په لړ کې د نه پرمختګ له امله رامنځ ته شوی دی.

اېمل فیضي ویلي چې پاکستان په دې کې پاتې راغلی دی چې په افغانستان کې د روغې جوړې په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کړي. د هغه په وینا ، له پاکستانه سره د افغانانو صبر ختمېږي.

د افغان ولسمشر ویاند زیاته کړې چې پاکستان ته به د دوی پېغام دا وي چې ً بس که ډېر وشوً او موږ نور دې ته انتظار نه شو کولای چې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر په اړه کړې ژمنې پوره کړي.
XS
SM
MD
LG