د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلم لیګ ن صوبايي مشر پر قافله برید ۴ مړه ګڼ ژوبل




د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه خضدار کې د پاکستان مسلم لیګ ن د صوبايي صدر سردار ثناء الله زهري پر قافله برید شوی دی چې په کې د زهري یو ورور میر سکند زهري، زوی مهرالله زهري، وراره میر زاید زهري، د هغه شخصي ساتونکی ووژل شول.

له سیمې عیني شاهدان وايي، د ثناءالله زهري پر قافله لومړی بمي برید شوی، او وروسته ورباندې ډزې وشولې.

د خضدار ځايي خلک وايي، نوموړی د انتخابي مهم په سلسله کې زهري سیمې ته تللی او بېرته راروان وو چې برید ورباندې وشو.

د مسلم لیګ غړيو په وینا پخپله صوبايي صدر محفوظه دی، خو تر شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چې د خضدار ضلعي روغتون ته یې وړي دي.
XS
SM
MD
LG