د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل کې چاودنې دوولس عام وګړي مړه او ټپيان



چاودنه نن سهار د ګل پر ورځ د زابل په سيوري ولسوالۍ کې د عامو وګړو په يو ټراکټور شوې ده، چې له امله يې تر اوسه پورې اته تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي. په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، دوولس تنه عام وګړي په ټراکټور کې سپاره وو، چې سهار په اته نيمې بجې ورباندې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی ماين چاودېدلی دی.
دی وايي، پېښه د سيوري په بورګي سيمه کې شوې ده.
"د ملکي خلکو يوه عراده ټراکټور نن سهار په اته نيمي بجې د سړک د غاړې په يو ماين ختلی دی، چې له امله يې اته تنه شهيدان شوي او څلور نور ټپيان شوي دی، په شهيدانو کې څلور ښځې او په ټپيان کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي. "
چارواکي چاودنه د طالب وسله والو کار بولي خو تر اوسه لا دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
نهه ورځې وړاندې د زابل په مرکز کې ځانمرګی بريد شوی وو، چې پکې يو افغان ډاکټر او پنځه تنه بهرنيان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG