د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر ډیورنډ کرښه پاکستاني فعالیتونه نه شو زغملای"



د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وایي، له پاکستانه یې غوښتنه کړې ، چې د ډيورند کرښې په شاوخوا کې خپل یو اړخیز فعالیتونه بند کړي.


د افغانستان د بهرنيو چارو مرستیال وزیرجاويد لودين په دې لړ کې پرون د ګل پر ورځ له غرمې وروسته په کابل کې له پاکستاني سفير محمد صادق سره خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل جاري کړې خبره پاڼه کې ویلي، په دې موقع لودين د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ ته نږدې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځيانو د تعميراتي او استحکامي فعاليتونو په هکله د افغان حکومت شديده انديښنه د څرګنډه کړه، او ويې ويل دغه فعاليتونه د ټولو منل شوو نړيوالو اقدارو پرضد، پارونکي او د افغانستان لپاره د منلو وړ نه دي او دا چې ژر تر ژره دې ودرول شي.

د افغان سرحدي پوليسو د راپورونو سره سم، دغه يو اړخيزه فعاليتونه له څه مودې راهیسې د ګوشتې ولسوالۍ د اتم کلي او ګوسړۍ سيمو ته نږدې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې شورو شوي.

لودين همداراز د هغو راکټي او توپخانه يي بريدونو په هکله د افغانستان دولت شديده انديښنه څرګنده کړه چې له څو ورځو را ديخوا د کنړ ولايت په بيلابيلو سيمو ترسره کيږي، او وې ويل چې د دې بريدونو دوام کولای شي د دواړو هيوادونو په موجوده تعلقاتو منفي اغيز وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG