د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې یوسفزۍ د ژوند کیسه په ۲۰ لاکه پونډه



ګارډين ورځپاڼه ليکي، د رپورټونو له مخې د پنځلس کلنې ملالې يوسفزۍ د ژوند د کيسې د ليکلو په اړه معامله شوې ده چې بيیه به يې شل لکه بريتانوي پونډه يا شا و خوا دېرش کروړه پاکستانۍ روپۍ وي. ملاله چې تېر کال په سوات کې د طالبانو لخوا و ويشتل شول اوس به د روان کال په پای کې((زه ملاله يم)) په نامه د ژوند کيسه چاپوي. ملالې د پاکستان په سوات کې د نجونو د تعليم لپاره غږ پورته کړی و او د طالبانو لخوا تر ويشتل کېدو وروسته يې اوس د بريتانيې په برمنګم ښار کې سکول ته تګ پيل کړی دی.


ملالې ویلي، هغه هيله لري چې دا کتاب به په ټوله نړۍ کې تر خلکو ورسيږي او هغوی به دا احساس وکړي چې د ځينو ماشومانو لپاره تعليم تر لاسه کول څومره ګران وي. نوموړې زياتوي، هغه به په کتاب کې خپله کيسه بيانوي خو د هغې کيسه د هغو ۶۱ میلينه ماشومانو کيسه هم ده چې تعليم ته لاس رسی نه لري. ملاله زياتوي، نوموړې د هغه کمپاين برخه جوړېدل غواړي چې هر ماشوم هلک او نجلۍ سکول ته د تلو حق لري او دا د دوی بنيادي حق دی.

د ملالې د ژوند په اړه کتاب به لومړی سر په بريتانيا کې د ويډېنفېلډ اېنډ نکلسن نومې خپرندويه ټولنې لخوا چاپيږي او بيا وروسته به په نوره نړۍ کې د کامن وېلت او لټل براون ټولنې لخوا چاپيږي چې د نوموړې د ولسي ژوند تر آخرې پيره به کيسه په کې بيانيږي چې پر يوه غميزه پای ته ورسېدل.

ورځپاڼه ليکي، ملالې په ۲۰۰۹ م کال کې هغه وخت د بي بي سي اردو لپاره د سوات د ورځنې ژوند په اړه په مستعار نامه ليکل پيل کړل چې په دغه سيمه کې د طالبانو نفوذ مخ په زياتېدو و او هغوی سکولونو ته د نجونو پر تګ بنديز لګولی و. د تېر کال د اکتوبر په مياشت کې چې په سوات کې پر ملالې وسله وال بريد وشو نو د هغې جدي صحي حالت ته په کتو سره نوموړې د درملنې لپاره د بريتانې په برمنګم ښار کې کوين ايلزبت روغتون ته راوړل شول چې اوس تر رغېدو وروسته د همدغه ښار يو سکول ته ځي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، تر دې پيښې وروسته ملالې ته يو شمېر نړيوالې جايزې هم ورکړل شوې او ملګرو ملتونو بيا د ماشومانو د تعليم د ارزښت په باب د نومبر لسمه نېټه د ملالې د ورځې په نامه ونوموله.

ورځپاڼه په پای کې ليکي، ويډېنفېلډ اېنډ نکلسن خپرندويه ټولنې د کتاب ليکنې د بيیې د ارزښت معامله تر اوسه نه ده تصديق کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG