د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم: سلګونه افغان ماشومان درانه پېټي وړي



فرهاد شینواری

په تورخم کرښه په سلګونه داسې ماشومان لیدل کیږی چې په خپلو اوږو درانه پیټي چلوي او بیا ځينې په کې په ګاډیوکې درانه سامانونه د پولې دواړو غاړو ته اړوی را اړوی.


دغه ماشومان چې جامې یې په تیلو تورې وې ټوله ورځ مزدوري کوي په دې کې زیاتره افغان ماشومان دي، دغه ماشومان وایي، چې د ډیرې غریبۍ له وجې په وړوکی عمر مزدورۍ کوي او له سبق ویلو نه بې برخې دي.

د دوی په وینا په تورخم کې ورسره ښه چلند نه کیږي او د کرښې دواړو غاړو امنیتي سرتیري ورسره وهل ټکول هم کوي.

په دې کې ځینې ماشومان د تورخم په هوټلو کې شپې سبا کوي اوبیا سهار وختي د مزدوریو له پاره پاڅېږي. په دې ماشومانو کې نهه کلن حبیب وايي، چې

((په درې پیز ګاډي کې تر دریو منو پورې سامان وړو راوړو چې په کرښه سختي وي نو بیا یې د ګاډي په ځای په خپلو اوږو باندې وړو،دغه کار مو ډیر ستړی کوي،موږ غواړو چې سبقونه ووایو خو د غریبۍ له وجې یې نه شو ویلای))

او د ارزاناو سیمې اته کلن سهراب خان وایي چې

((زه سهار په شپږ بجې د ګاډۍ چلولو له پاره پاڅم او تر ماښامه مزدوري کوم، زه د ورځې تر دریو سوو پورې روپۍ پیدا کوم او خپل کور پرې ساتمه، که حکومت راسره مالي مرسته وکړي نو دغه کار به نه کوم او تعلیم به حاصلوم))

د لال پورې سیمې اته کلنه روبي وايي چې

((پلار مې معذوره دۍ او وروڼه مې واړه دي،زه د زړو پرزو ګنډې وړم راوړم، کاټنې او وړه هم وړم راوړم او دیرش یا څلویښت روپۍ راته د یوې ګنډې د وړو ملاویږی،ماته په دې کار کې ډیر تکلیف دۍ))

د دغو ماشومانو په حقله مو د تورخم پولیټیکل چارواکو سره رابطه وکړه خو دوی په دې اړه څه رایې را نه کړه خو چې کله مو په تورخم کرښه د خاصه دارو ځواک یو تن راحت علی نه وپوښتل چې تاسو دغه ماشومان ولې وهۍ ټکوۍ ؟ نو دوی وویل چې

((دلته یې موږ ډیر تنګ کړي یو، که دغه ماشومان خپلو کورونو کې کیني نو بیا به یې نه وهو او ټکوو، موږ سره دا تشویش وي چې هسې نه کومه لارۍ یې لاندې نه کړي ځکه چې دلته ډیر رش وي او دوی په کې په منډه تېریږی))

په مزدوریو بوخت دغو ماشومانو په حقله مو چې کله د کرښې هغې غاړې ته د ماشومانو د ژغورولو له پاره کار کونکې د سویټزرلینډ یوې ادارې (ټی ډی ایچ) چایلډ پروټیکشن آفیسر اشراف الدین نه وپوښتل چې دغه اداره د دغو ماشومانو د شمېري را کمولو له پاره څه ګامونه پورته کوي؟ نو دوی وویل چې

(( دغه شمېره په کال ۲۰۰۶ کې ۱۷۰۰ وه خو اوس د (ټی ډي ایچ) په کوښښونو خوا وشا ۱۱۰۰ ته راغلې ده او موږ هڅه کوو چې نور ډیر ماشومان د دغو درنو کارونو نه وژغورو او کورونو ته یې ولیږو او په رسمی سکولونو کې یې داخل کړو او کورنیو سره یې مالی مرستې هم وکړو))

د دغه ادارې چارواکو زیاته کړه چې باید د افغانستان او پاکستان حکومتونه په تورخم کرښه په سمګلنګ باندې بندیز ولګوي او دغه ماشومان د درنو کارونو نه وژغوري او د دوی کورنیو سره مالي مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG