د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې عملیات ۲۳ وسله وال ووژل شول




د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې په غزني او هلمند ولایتونو کي يې په تصفیوي عملیاتو کې ۲۳ وسلوال مخالفین وژلي دي.

دغه وزارت نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کي وویل چې د ا وسلوال د غزني په آب بند او د هلمند په ګرمسېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت وايي چې پدې عملیاتو کې د ملي اردو څلور سرتیري هم وژل شوي دي.
په اعلامیه کي د۱۷ نورو وسلوالو د ټپې کیدو خبر هم ورکړل شوې دی.
وسلوالو طالبانو پدې اړه څه ندې ویلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG