د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال مشرف د یکشنبې پر ورځ پاکستان ته ځي


د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف سبا پاکستان ته د راتګ اعلان کړی دی.

د نوموړي مدافع وکيل وايي، مشرف به د یکشنبې یا اتوار پر ورځ کراچۍ ته ځي او د مې په مياشت کې به په انتخاباتو کې برخه اخلي.

وکيل زياتوي، مشرف ته په ګڼو قانوني کېسونو کې د خونديتوب ضمانت ورکړل شوی دی.

له ۲۰۰۸ز کال راهيسې چې مشرف له خپلې، زيات وخت په دوبۍ او لندن کې ژوند کوي.

جنرال مشرف په ۲۰۰۶ز کال کې د بلوڅ قومي مشر نواب اکبر خان بګټي، په ۲۰۰۷ز کال کې د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمي بې نظير بهټو د وژنو او په ۲۰۰۷ز کال کې د ججانو (قاضیانو) له دندې له کولو له پاره مطلوب ګرځول شوی دی.

په پاکستان کې ځينو وکيلانو ويلي چې د مشرف په ضد به مقدمه درج کوي.

جنرال پروېز مشرف د ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه په پاکستان کې کودتا وکړه او د هغه وخت وزیر اعظم میا نواز شریف حکومت یې ړنګ کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG