د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال ډنفرډ د ولسمشر کرزي څرګندونې رد کړې


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفرډ د ولسمشرحامدکرزي هغه څرګندونې رد کړي دي چې وايي، د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د طالبانو له بریدونو ګټه پورته کوي.

جنرال جوزف ډنفرډ د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو په تېرو ۱۲ کالونو کې په افغانستان کې خپله ډېره زیاته وینه توی کړې ده نو دا فکر ناسم دی چې روان تشدد د دوی له لاسه دی.

ولسمشر حامد کرزي د طالبانو تر دوو حملو وروسته، د یکشنبې پر ورځ په خپله وینا کې امریکایان او طالبان په خپلو کې په سازش تورن کړل.

په دې حملو کې ۱۹ ملکي وګړي ووژل شول.

ولسمشر کرزي وویل، طالبان له دې بریدونو سره غواړي چې امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

ولسمشر حامد کرزي یادونه وکړه چې طالبان او امریکايي چارواکي هره ورځ له افغانستانه بهر یو له بل سره خبرې کوي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل کابل ته د خپل لومړي سفر په حال کې وو.

د امريکايي چارواکو له وینا سره سم، د کرزي او هيګل ګډه خبري غونډه د خرابو امنيتي حالاتو له کبله وځنډول شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG