د مارچ اتمه له څه باندې سل کاله وړاندې راهیسې په نړۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، چې نارینه ښځو ته د هغوی مساوي حقونو په عمل کې د ښودلو په موخه او د هغوی د کارستاینې له کبله ورته ګلان او کارډونه پېرزو کوي.
په دې تصویري ننداره کې د سوویت دورې پوسټرې، کارډونه ښودل شوي چې په کې د ښځو لاسته رواړنې، د سپرلي لمانځنه، مورولي، او نړیواله دوستي په کې ښودل شوې.
د ښځو نړیواله ورځ او د پخواني شوروي اتحاد کارډونه

۱
د ۱۹۳۲م کال یو پوسټر چې د ښځو نړیوالې ورځې سیاسي غوړېدنګ ښيي. په دې کې مارچ ۸ مې په مناسبت د ښځو بغاوت ښکاره کېږي چې وايي، نور په پخلنځي کې د کار مرییتوب نه منو . نور په کور کې د مینځې په توګه کار کولو او ځورېدنګ ته مخه ښه وایو .

۲
خو په ۱۹۶۰م کال، په دې انځور کې د مارچ اتمه نېټه لږ شخړیز غږ را اخیستل شوی

۳
په دې کارډ کې ښځې د مور، نرسې، کارګرې، او کروندګرې په توګه خپله ورځ لمانځي.

۴
یوه مور خپل زوی نازوي