د مارچ اتمه له څه باندې سل کاله وړاندې راهیسې په نړۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، چې نارینه ښځو ته د هغوی مساوي حقونو په عمل کې د ښودلو په موخه او د هغوی د کارستاینې له کبله ورته ګلان او کارډونه پېرزو کوي.
په دې تصویري ننداره کې د سوویت دورې پوسټرې، کارډونه ښودل شوي چې په کې د ښځو لاسته رواړنې، د سپرلي لمانځنه، مورولي، او نړیواله دوستي په کې ښودل شوې.
د ښځو نړیواله ورځ او د پخواني شوروي اتحاد کارډونه

۵
د ښځو لاسته رواړنې چې په کې په ۱۹۶۳م کال والینتینا تېریشکووا لومړۍ ښځه ستور مزلې شوله.

۶
د تعمیراتو یوې ویاړلې کارګرې ته ګلان پيرزو شوي

۷
د نړۍ ټولې ښځې یو شان دي

۸
مور ته هرکلی ویل