د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د سولې او پیوستون کاروان


د خوست سولې کاروان
د خوست سولې کاروان

نجیب الله الوخېل

د دوشنبې پر ورځ له خوست ښاره د سپیرې سرحدي ولسوالۍ ته، چې وزیرستان سره په پوله پرته ده، لسګونو قومي مشرانو ،د مدني ټولنې غړو، خبریالانو او اوسیدونکو یوه ستر کاروان د سولې او یووالي پیغام رسولو په نیت سفر وکړ. د سپیرې ولسوالۍ په سلګونه اوسیدونکو په اتڼونو او تودو ولولو د کاروان هرکلی وکړ.


د خوست سرحدي ولسوالۍ قومي مشرانو په خپلو خبرو کې دا ډول کاروانونه د سوله ییز فکر په خورولو او د خلکو د ملاتړ په خپلولو کې ګټور وبلل.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د کاروان د موخو څرګندولو په ترڅ کې وویل، چې غواړي له یوې خوا خلکو ته د سولې او یووالي پیغام ورسوي او بل لوري ته دولسونو ستونزې او غوښتنې له نږدې واوري او هغې ته لازمې حل لارې پیداکړي:

(( زما سره هغه ملګري ،چې دلته راغلي په ترکیب کې يې دامنیتي ادارو مسوولین ،دولایتي شورا غړي او دګڼو ولسوالیو مخور قومي مشران او دځنو ادارو مسوولین شامل دي ،زما مطلب لدې سفرونو څخه دادی،چې موږ وکولای شو دسولې پیغام ،دامن او ثبات پیغام ددې ولایت هر ګوټ ته ورسوو او پدې توګه قومي او ملي یووالی رامنځته کړو ،موږ به داسفرونه نورو ولسوالیو ته هم وغځوو او دویم هدف مو دادی چې ددې او نورو لیرو پرتو ولسوالیو دخلکو ستونزې او غوښتنې واورو او هغې ته لازمې حل لارې ومومو.))

دحاجي علي خان امان په نوم دسپیرې ولسوالۍ یو تن قومي مشرله دا ډول سفرونو او کاروانونو څخه دخلکو بې دریغه هرکلۍ سولې ته دخلکو د لېوالتیا په مانا وباله:

((د والي صیب او نورو چارواکیو راتګ دې ځای ته دامانا لري ،چې خلک په عموم کې سولې ته لیواله دي او د دا ډول نیکو خلکو راتګ هم دسولې پربهیر بې اغیزې ندی ،خلک خوشبینه دي ،چې ممکن دا ډول کارونه شته مشکلاتو ته دحل یوه ذریعه وګرځي.))

دخوست ولایت یو تن دیني عالم عبدالقدوس چې له کاروان سره یې سپیرې ته سفر کړی وو، وویل:

((دخوست له مرکز څخه دې سرحدي ولسوالۍ ته دخلکو راتګ ددې ښکارندويي کوي ،چې دحکومت او ولس تر منځ فاصله نږدې شوې او خدای دې وکړي ،چې حکومت او ولس دواړه په مجموع کې دا ډول ګټورو کارونو ته لا زیاته متوجه وکړي.))

دسیمې یو بل تن دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی له ولسونو سره دا ډول کتنې او ناستې ولاړې دسولې ،امن او ټیکاو په مانا بولي او زیاتوي ،چې حکومت دې دا لړۍ پسې وغځوي:

((دا په خپله دسولې ،امن او ټیکاو په مانا ده ،چې والي او چارواکي وکولای شي له خلکو سره ددوی په کلیو او بانډو کې له نږدې وویني ،له دوی سره کښیني او په ازاد ډول په خپلو کې بحث او مباحثه وکړي ،حکومت ته مو مشوره داده ،چې دې لړۍ ته دوام ورکړي ،په یو ځل راتګ بسنه ونه کړي بلکې بیا ،بیا خلکو او ولسوالیو ته ورشي.))

یاده دې وي ،چې پخوا هم دتڼیو او ځاځي میدان ولسوالیو ته په ورته ډول د سولې کاروانونه ورغلي دي ،چې خلکو يې تود هرکلۍ کړی وو. په دې مراسمو کې دسیمه ییزو سندرغاړو له خوا د خلکو د اتڼونو،شور او ځوږ په انګازو کې په زړه پورې کنسرټ هم ترسره شو.
XS
SM
MD
LG