د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: بېلا بېلو پېښو کې نهه وسله وال وژل شوي



اسعد اباد - افغان او د بهرنیو ځواکونو چارواکي وايي، د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د الوتکو په بمبارۍ کې پینځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


دکونړ والي فضل الله وحیدي مشال راډیو ته وویل، د شنبې پر سهار د نړیوالو ځواکونو الوتکو دغازي اباد ولسوالۍ په درین دره کې بمباري کړې ده:

((په غازی اباد ولسوالۍ کې هوایی ضربه اجرا شوې. په هغې کې درې قومندانان له منځه تللي اودوه یې نورغړي له منځه تللي. تراوسه دا مالومات ول. هییت مو لېږدولی او تراوسه دقیق مالومات نه دي راکړل شوي.))

وحیدي د وژل شویو قوماندانانو پېژندګلوۍ په اړه مالومات نه دي ورکړي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، یو قوماندان نعمت الله وو چې د حیدري په نوم مشهور وو. بل هغه اختر محمد نومېږي. دواړه د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي ول.

دکونړ والي وايي، د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې له وسله والو د سیمې پاکولو له پاره ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي چي اوس هم دوام لري.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندانۍ بګرامه مشال راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، د دوی د بمبارۍ په نتیجه کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فراه ولايت د والي وياند، عبدالرحمان ژوندي د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې درې کسان يې نن سهار په پست رود ولسوالۍ کې هغه مهال وژلي چې غوښتل يې ماينونه ښخ کړي.

او د کندهار ولايت د والي وياند، جاويد فیصل هم د شنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې خوا او شا يوولس بجې يې د افغان پوځ د يو مرکز سره خوا کې يو مشکوک وسله وال وژلی.

يو بل امنيتي چارواکی وايي، له دې سړي سره چوونکي مواد ول او غوښتل يې ځانمرګی بريد وکړي.
XS
SM
MD
LG