د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سالنګ لاره واورو بنده کړېده


د افغانستان د سالنګ لویه لاره د واورې دښویدو او سختو طوفانونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده .

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریس جنرال رجب مشال راډیو ته وویل چې، تیره شپه د سالنګ په څو سیمو کې واوره ښویدلې او اوس هم طوفان جریان لري.

جنرال رجب وایې تر هغو چې دا لاره یې نه وي پاکه کړې، د موټرانو تګ راتګ ته به اجازه ور نکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG