رابعه اکرم مشال راډيو
اسلام اباد:- تيره شپه په نيشنل پاور کنټرول سیسټم کې د فني خرابۍ له وجۍ اسلام اباد په شمول د ملک په زياتره سيمو کې بجلي بنده شوې وه.
د اوبو او د بجلې وزارت سيکتر راو سکندر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل چې د ملک په زياتره سيمو کې بجلي بحاله شويده او د واپډا انجنيران فني خرابې لري کولو کوښښ کوي.
،، حبکو پاور پلانټ دولس سوه ميګاواټه بجلۍ جوړوي خو چې کله دولس سوه ميګاواټه بجلۍ له سسټمه خارجه شوه نو پلانټ د پريشر له وجې بجلۍ ځان ته راښکل شروع کړل چې له وجې يې پلانټ بجلي جوړول بند کړله او په نتيجه کې يې د منګله او د تربيلې ډيم سیسټمې هم بندي شولې. خو په لږ وخت کې د ملک زياتره سيمو کې د بجلې نظام بحال کړل شو،،
بلخوا د پاکستان اليکټرکل پاور کمپني(پيپکو) پخوانې مشر رسول خان مسود وايي ممکنه ده چې انساني يا د سسټم غلطې له وجې دا مسله مخې ته راغلې وي خو پکار دا ده چې د بجلۍ دا سیسټم دې جديد کړل شي.
،، تر څو پورې چې د بجلۍ پيداوار کې زياتوالای رانه شي او تر څو چې د سپلايي او د ضرورت په مينځ کې کمی رانه شي نو دا او د لوډ شېډینګ مسله به مخې ته راځي. په دې سلسله کې څه سنجيده کوښښ هم نه دی شوی نو زما خيال نه دی چې دا مسله به حل شي،،
د اوبو او د بجلۍ وزارت سيکرېتر په وينا چې په دې اړه يوې څلور کسیزې تحقيقاتي کميټۍ خپل کار شروع کړی دی چې په اووه ورځو کې به خپل رپورټ وړاندې کړې.