د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د ملي امنیت په حوضه ځانمرګی برید شوی




د اتوار په سهار شاه و خوا اوه بجې په جلال اباد ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د ملي امنيت دوه تنه ساتونکي وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ ویاند حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيو ته وويل چې د جلال اباد ښار د نارنج باغ سيمه کې د ملي امنيت په حوزې برید ترسره شوی دی.د نوموړي په وینا په برید کې له باروتو د ډکې سراچې نه کار اخیستل شوی دی.

دننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي دبرید له امله د ښاري حوضې ودانۍ ته هم زیان رسیدلی دی.نوموړی وايي کیدای شي د حوزې شاوخوا کورونو ته هم زیان رسیدلی وي خو ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې راپور دوی نه لري.

دپېښې لیدونکي هم وايي چې چاودنه ډیره زوروره وه چې له امله یې د جلال اباد د ښاري حوضې د ودانۍ ترڅنګ نږدې جومات هم تر یوه بریده زیانمن شوی دی.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټيلفوني پيغام کې د يادې پيښې پړه غاړه اخيستې او وايي چې د ملي امنيت ۱۴ تنه کار کوونکي په کې وژل شوي دي، خو افغان چارواکي د طالبانو له خوا ښودل شوې د تلفاتو شمیره ردوي.

XS
SM
MD
LG