د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۲۰۱۴ وروسته به هم بهرني پوځیان افغانستان کې پاتې شي


ګل ایاز

پراګ - امريکا او ناټو د جمعې پر ورځ ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي کال ترپایه د جنګي ماموریت تر ختمېدو وروسته کېدای شي چې تر ۱۲۰۰۰ پورې اېتلافي پوځیان په دې هيواد کې پاتي شي.


ویل شوي چې په دوی کې به زياتره امريکايي پوځیان جنګي مشن یا ماموریت جاري ساتي او له افغان ځواکونو سره به د امنيت ټینګښت په برخه کې مرسته کوي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا هیله من دی چې يو شمېر هيوادونه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ساتلو له پاره برخه واخلي.

د ناټو عمومي مشر اندريس فوګ راسموسن د جمعې پر ورځ په بيلجيم کې د ناټو د دفاع وزيرانو غوڼدې په پای کې ويل چې د پاتې کېدونکو پوځیانو د شمېر په اړه حتمي پرېکړه نه ده شوي، او تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغان ځواکونو روزنې او مرستو ته دوام ورکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې او د شا و خوا ۱۲۰۰۰ بهرنيو پوځیانو په افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه په کابل کې د دفاعي چارو پوه او پخواني جنرال امر الله امان له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ڼاټو او امريکا په تېرو ۱۱ کالونو کې يوه مشترکه سټراټيجي و نه لرله او تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوی پر يوې ګډې تګلارې سره سلا نه دي.


جنرال امر الله امان په خپلو خبرو کې وویل، د امريکا او د ناټو يواځينۍ لاس ته راوړنه د اسامه بن لادن وژنه وه او د القاعده خلاف جنګ وو؛ خو د دې په نتيجه کې يې القاعده وسله واله شبکه په افريقايي او نورو هيوادونو کې لوي ګواښ جوړه شوې ده.



جنرال امان وايي،طالبان هم خپله يوه ايجنډا نه لري چې امريکا سره په کومو شرایطو خبرې کوي او له افغان حکومت سره ولې خبري نه کوي او دا چې په دې ډول دا موضوع مبهمه پاتې کېږي.

دی زیاتوي، که چېرې امريکا او ناټو د ۱۲۰۰۰ عسکرو د پاتې کېدو په اړه واضحه پاليسي ولری نو افغانستان خپل ځان له پاره يوه لاره پيدا کولای شي.
XS
SM
MD
LG