د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ماشومانې نجونه بوټي کري


باز محمد عابد


جلال اباد - د افغانستان په جلال اباد ښار کې لسګونو تنو ماشومانو د چاپيريال ساتنې په خاطر د نيالګيو په کرلو کې برخه واخيسته. دغه ماشومان چې عمرونه يې له درې کلنې څخه تر لس کلنۍ پورې رسيدل، اکثره يې نجونې وی چې په ننګرهار کې د ملتمل فونډيشن له خوا هڅول شوي وو.


که يوې خوا ته په ننګرهار کې د ژمي د سړې هوا ټغر په ټوليدو دی، نو له بلې خوا پسرلنۍ وږمې هم خپرې شوي او د ننګرهار د بيلابيلو ولسواليو د استوګنو په ګډون د جلال اباد ښار اوسيدونکي هم هر کال د نيالګيو د کرلو په بهير کې ونډه اخلي.خو سږکال په لسګونو تنو ماشومانو چې اکثره يې نجونې وې، د ملت فونډيشن په هڅونه د جلال اباد ښار په يوه دولتي سيمه کې په داسې حال کې نيالګي وکرل، چې د هر نيالګي سره يې د ماشوم نوم په يوه لوحه ليکل و.

تاج الدين ملتمل چې له ډيرې مودې څخه په امريکا کې اوسيده او اوس خپل وطن ته په کډه راغلی، وايي چې هلته يې هم د خپلې لور په لاس هر کال يو نيالګي کينولو او اوس چې وطن ته راغلي د نيالګيو کرلو ته به دوام ورکوي.

((موږ د خپلې لور لپاره داسې تصميم نيولی چې هر کال بايد يو نيالګی کينوي. دا کار موږ په امريکا کې هم کولو او اوس چې وطن ته راستانه شوي يو، سږکال موږ ته دا افتخار حاصل دی چې يو شمير نور ماشومان هم په دې بهير کې رادخيل کړو. موږ په دې مسله کې يوه ځانګړتيا راوړې ده او هغه ځانګړتيا دا ده چې څنګه دا ماشوم د افتخار احساس وکړي يعنې دا چې زه هم څوک يم، ما هم يو څه شي کړي دي، نو له هرې ونې سره مو د ماشوم په نامه يوه لوحه هم ليکلې ده.))

د هڅاندې په نوم يوه ماشومه وايي چې په امريکا کې يې هم هر کال يو نيالګی کرلو او اوس چې وطن ته راستانه شوي، خپله يې هم کري او نورې ملګرې يې هم له ځانه سره ملې کړی دی.

دا تلوسه امين په نوم يوه بله انجلۍ وايی چې د کاکا لور ورته وويل چې ور سره د نيالګيو په کرلو کې برخه واخلي، اوس راغلې، دلته نيالګي يې وکرل.او ډيره خوشحاله ده چې له نومونو سره يې نيالګي وکرل شول.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې يو تن مسوول غلام قادر فکري وايي:

که د نيالګيو کرلو سره له يوې خوا چاپيريال ښکلی کيږي، بلې خوا ته د ښې روغتيا لامل ګرځي.

((نن چې دې ماشومانو دلته دا نيالګي کينول، له دې سره خو يو زموږ په ټولنه کې د نيالګيو د کرلو فرهنګ ترويجيږي. او له بلې خوانه يوه ونه زموږ د پاکې هوا کارخانه ده، دا زموږ او ستاسو د صحت او سلامتۍ لپاره تضمين دی.))

د يادولو ده چې د افغانستان د نورو ولايتونو پر تله ننګرهار يو له سرسبزو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې د کتوونکو په وينا په سرکاري او شخصي توګه د نيالګيو په کرلو کې د خلکو ليواتيا د دې سبب شوې چې ننګرهار ته يې د همشه بهار نوم ګټلی دی.
XS
SM
MD
LG