د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: افغان پوځ دې له بهرنیو هوايي مرسته نه غواړي



کابل - افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، افغان امنیتي ځواکونه باید وروسته له دې د عملیاتو پر مهال له بهرنویو ځواکونو هوايي مرسته و نه غواړي.


ولسمشر کرزي د شنبې پر ورځ د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ لیدنې پر وخت وویل، د افغان ځواکونو دغه غوښتنه په دې نېږدې ورځو کې د دې سبب شوه؛ چې په کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ملکي افغانان ووژل شول.

کرزي نن د ملي پوځ اکاډمۍ کې وینا کوله
کرزي نن د ملي پوځ اکاډمۍ کې وینا کوله
د کرزي په وینا، په دې برخه کې به په نېږدې ورځو کې حکم صادر کړي.

د یادونې وړ ده چې د چارشنبې پر ورځ د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د عملیاتو پر وخت د بهرنیو پوځیانو په بمبارۍ کې ۱۰ افغان ولسي وګړي ووژل شول.

تر دې وروسته، افغان ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ وروغوښت او له هغه یې سپیناوی وغوښت.

جنرال ډنفورډ وویل، د دې پېښې پلټنې کوي او د خپګان ښودنه یې وکړه.
XS
SM
MD
LG