د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن لپاره مو غونډه رابللې. اسفندیار


اسلام آباد: ټول ګوندیز کنفرانس پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:37 0:00

اسلام آباد: ټول ګوندیز کنفرانس پیل شو


د اسلام آباد په یوه مقامي هوټل کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا د تره ګرۍ خاتمې او امن بحالۍ تر سر لیک لاندې ټول ګونديزه غونډه پیل شوه.

د غونډې تر پېلېدو مخکې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان مشال رېډيو ته وويل چې اوس به ټول ګوندونه په يو خبره راغونډېږي چې څنګه په سيمه او ملک کې امن راوړل شي.

د اې اېن پي یوې پارلماني غړې بشره ګوهر مشال رېډيو ته د کنفرانس د تفصيلاتو په اړه وويل چې د غونډې مقصد دا نه دی چې په ټولو ګوندونو دې خپله خبره ومنل شي بلکې ټولو ګوندونو ته دا موقع ورکول دي چې د ترهګرۍ خاتمې لپاره خپله خپله خبره وکړي او په يوه نقطه راټول شي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د مسلم ليګ ن یو مرکزي مشر اقبال ظفر جګړا وویل، چې دوی به ګوري په غونډه کې کومې خبرې مخې ته راځي او عوامي نېشنل ګوند څه تجويزونه راوړي د هغې روستو به خپله راییه ورکوي.

دغه رنګ د قومي وطن پارټۍ غړې مېرمن انيسه زېب طاهر خېلي وينا وه چې بايد دا غونډه پنځه کاله وړاندې رابلل شوې وای. د دې په خبره دوی ځینې اندېښنې لري او هغه به په غونډه کې مخې ته ږدي.

بلخوا د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم وايي، هیڅکله باید له طالبانو سره مذاکرات ونه شي. ده زياته کړه چې دې خلقو سره وړاندې هم په سوات کې خبرې او لوظنامې شوې وې او د هغې څه خاص نتيجې نه دي رامخ ته شوې او دا ځل هم کېدای شي، طالبان د مذاکراتو په ترڅ کې خپل ځان مضبوطول غواړي.

د ده په خبره که طالبانو سره خبرې اترې کېږي نو دې جنګ کې د وژل شویو څلوېښت زره کسانو خون به د چا په غاړه وي.

په غونډه کې د مسلم ليګ ن، مسلم ليګ ق، جميعت علما اسلام، پښتونخواملي عوامي ګوند او دغه رنګ نورو اوويشت سياسي ګوندونو مشرانو او غړو ګډون لرلو، خو جماعت اسلامي او تحريک انصاف په دې کې له ګډون کولو انکار کړی دی.

رياض موسه خېل

مشال رېډيو ، اسلام آباد
XS
SM
MD
LG