د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما:۲۰۱۴کال د امریکا لپاره د جګړې پای دی


نیمايي جنګي ځواکونه به ستانه شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

نیمايي جنګي ځواکونه به ستانه شي



مجید بایر مشال راډیو

پراګ:تيره شپه (نهې ورځ) په واشنګټن ډي سي کې د امريکا د کانګرس ګډې غونډې ته د دغه هيواد ولسمشر براک اوباما د کلنۍ وينا پر مهال له افغانستانه د ۳۴ زرو امريکا يي سرتيرو خپل هيواد ته د ستنيدو اعلان وکړ.

په سږني سپرلي کې به زموږ ځواکونه د ملاتړ کونکو په توګه خپله دنده پر مخ وړي، او افغان ځواکونه به مشري پر غاړه اخلي.
ولسمشر اوباما

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې ۲۰۱۴م کال به په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ کې د ترهګري پر ضد د جګړې خاتمي کال وي.

دغې ګډې غونډې ته د وينا پر مهال اوباما وويل،

((په سږني سپرلي کې به زموږ ځواکونه د ملاتړ کونکو په توګه خپله دنده پر مخ وړي، او افغان ځواکونه به مشري پر غاړه اخلي. نن شپه زه اعلان کولی شم چې په راتلونکې کال کې به ۳۴ زره امريکايي ځواکونه خپل هيواد ته ستانه شي.د وتلو دا لړۍ به روانه وي او د ۲۰۱۴م کال تر پايه به زموږ جګړه په افغانستان کې پای ته ورسي. ))

که څه هم امريکا له افغانستانه د خپلو سرتيرو د ستنيدو اعلان وکړ او ژمن دی چې په ۲۰۱۴م کال کې به دغه جګړه پايه ته ورسوي، خو پوښتنه دا ده چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له ستنيدو سره به په خاصه توګه په افغانستان او پاکستان کې او په عامه توګه په سيمه کې امن راشي او که نه، په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني سيکرټري شمشاد احمد د دې پوښتني په ځواب کې وايي چې يوازې د جنګ خاتمي او د پو ځونو د نشتوالي مطلب امن نه دی.

(( امن صرف د پوځي جګړې ختمولو نوم نه دی، که پوځي جنګ هم نه وي نو امن نه شي راتلای ، ځکه چې تر څو د خلکو په ذهنونو کې امن نه وي راغلی، تر هغو امن نه شي راتلای، او د خلکو په ذهنونو کې به امن هله راځي چې تر څو د هغوی د ژوند ستونزې نه وي هوارې شوې. هغوي ته د ژوند د ښه تيرولو سهولتونه نه وي ورکړل شوي. د هغوی د بچو لپاره سکولونه او کالجونه نه وي جوړ کړل شوي، او که نړيواله ټولنه واقعي امن غواړي نو دا سهولتونه د سيمې د ولس لپاره برابرول د نړيوالي ټولنې ذمه واري جوړيږي. ))

څيړونکې په دې نظر دي چې په افغانستان کې که امن يا جنګ وي نو نيغه په نيغه اثر يې په پاکستان پريوځي. په پيښور کې خبر يال رحيم الله يوسفزی وايي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ستنيدو به په پاکستان څه مثبت اثر وي او که نه؟ نو هغه وویل،

(( په پاکستان کې چونکې خپلې داخلې مسلې هم ډيرې دي نو دا نه ده ،چې ګوندې له افغانستانه به بهرني ځواکونه ووځي او پاکستان کې به امن راشي او يا د پاکستان به ټولې مسلې هواري شي، نه داسي نه ده. ))

خو د پاکستان د داخله چارو پخوانی وزير جنرل ريټایيرډ حامد نواز وايي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ستنيدو نه پس به په پاکستان کې له سخت دريځو او وسله والو ډلو سره په خبر و اترو کې د جوړجاړي لپاره د لارې برابرولو کې اسناتياوې راشي.

((زما په نظر په پاکستان کې هم داسې عناصر شتون لري چې کله له افغانستانه او له دې سيمې امريکايي پوځونه ووځي نو بيا هغوی له سخت دريځو سره خبرې اترې کولی شي.
ځکه چې تر څو په سيمه کې د امريکا موجوديت وي نو ډير سياسي او مذهبي قوتونه داسې دي چې خبرو اترو ته غاړه نه ږدي، خو د بهرنيو ځواکونو له تلو پس هغوی په پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره خبرې کولی شي او په پاکستان کې د ترهګرۍ لړۍ ختميدای شي او يوې داسې پريکړې ته هم رسيدای شي. چې پاکستان کې استحکام روړي. ))

خو د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی سيکتر شمشاد احمد وايي چې تر څو له افغانستانه د سيمه ايزو ا ونړيوالو قوتونو د ګټو ميدان جوړ وي تر هغو په خاصه توګه په افغانستان او نه هم د پاکستان په ګډون په عامه توګه په سيمه کې امن راتلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG