د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: طالب کمندان ملا غني ووژل شو



د خوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند دیعقوبیو په ښارګوټي کې نن (د چارشنبې ورځ) نږدې 12 بجې دماین چاودنه شوې ،چې په کې ۲ ماشومان وژل شوي او۴ نور ټپیان دي. د صبریو ولسوال زرمعید مخلص مشال راډیو ته وویل ،چې د دولت وسلوالو مخالفینو دیعقوبیو په ښارګوټي کې ماین ښخ کړی وو، او کله چې د پولیسو رینجر موټر د ماین نږدې سیمې ته ورسید، چاودنه وشوه، نو مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

دصبریو ولسوال زیاتوي، چې سیمې ته امنیتي کسان رسیدلي او د پيښې پلټنه کوي. د خوست والي عبدالجبار نعیمي په یوه خپره کړې پاڼه کې پيښه په سختو ټکو غندلې او دا عمل يې د سولې او هیواد د دښمنانو کار بللی دی. څه موده مخکې هم د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې دملي اردو په پلي ګزمه بمي چاودنه شوې وه ،چې له کبله يې دوه تنه ولسي افغانان وژل شوي او ۵ تنه نور یې ولسي کسان یې ټپيان کړي ول.

بلخوا په خوست کې دملي اردو د لومړۍ لواء مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته وویل ،چې نن سهار خوا او شاه اووه بجې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ دمنځۍ په کلي کې د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا د ملي اردو په ګزمه برید شوی، چې وروسته د ملي اردو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو یو مشهور قوماندان ملاغني وژل شوی دی.

نوموړي دفتر وویل ،چې له بریدګرو څخه د ملاغني مړی د پيښې په ځای کې پاته شوی،چې د وروسته د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوی دی، له نوموړي قوماندان سره کلاشینکوف ،مخابره او نور وسایل هم موجود وو. دخوست ولایت امنیتي مسوولین وايي ،چې په یادو دواړو پيښو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

تردې مهاله وسلوالو طالبانو د دواړو پيښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG