د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبرازیل یو نایټ کلب کې اورلګیدنه ،۱۸۰ مړه ۲۰۰ ژوبل


په برازیل کې د پولیسو مامورین وايي په یو ( نایټ کلب ) کې د اورلګیدو په پېښه کې یو سل او اتیا کسان وژل شوي او دوه سوه نور ژوبل شوي دي.

دپولیسو یو مشر ( کلیبرسن باستي نیلو ) ر سنیو ته ویلي په ( سانتا ماریا ) ښار په نڅا ځای کې د اور لګیدنې په دې پېښه کې د وژلو شویو کسانو شمیره زیاتیدای شي.

چارواکي وايي د ( کیس کلب ) په نوم په دغه نڅا ځای کې چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه ورکې وه هغه مهال اور ولګیدو چې یوې هنرې ډلې ژوندۍ سندرې ویلې. د راپورونو پر اساس په دغه مهال کې په یاد شوي نڅا ځای کې د پنځو سوو پورې کسان موجود وو.

راپورونه وايي د موسیقۍ د پروګرام پرمهال په سټیج د اور لوبې له وجې نڅا کلب اور واخیست.

د برازیل ولسمشرې ( دیلما ـ روزیف ) په سنتیاګو کې خبریالانو ته ددې پېښې په اړه وویل :

(( زه د برازیل خلکو ته وایم، او په ځانګړې ډول د سانتا ماریا ښار وسیدونکیو ته چې د ازمون په دې ګړۍ کې موږ د یو بل سره ولاړ یو. ددې باوجود چې د یو لوی ناورین سره مخامخ یو، خو موږ به د ازمون له دې ګړۍ نه ځانونه را وباسو. ))

سانټا ماریا د ارجنټینا او یورا ګوی سره په پوله پروت ښار دی، داښار د پوهنتونونو لپاره هم پیژندل کیږي او ټوله ابادي یې دوه سوه او پنځوس زره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG