د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم - جلال اباد لار بیا تړل شوې ده


د تورخم - جلال آباد لویه لار د بې اسنادو مسافرو پر مخ پرون بیا تړل شوې ده.
په تورخم کې دافغان کمیسار مرستیال سمونیار نثار احمد، مشال راډيو ته وویل: په تورخم کې پاکستاني چارواکو له جمعې سهار راهیسې د هغو مسافرو پر مخ دروازه تړلې چې پاسپورټونه یا نور قانوني اسناد نه لري.
نوموړی وايي، په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي، خو دا مهال پدې اړه رسنیو ته څه نشي ویلاي.
په سېمه کې د مشال راډیو خبریال وایي، افغان مسافر د پاکستاني چارواکو له دي ډول چلند څخه په تنګ شوي او وایي، دوي د ناروغانو د انتقال او یا هم د خپلو خپلوانو د لیدو په مقصد د تورخم له لارې پاکستان ته ځي. پاکستانې چارواکو پر دي موضوع له تراوسه دريځ نه دي څرګند کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG