د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصري ولسي پاڅون دویمه کالیزه


په مصر کې د اوسني حکومت پلویان او مخالفان په ټول هیواد کې د ولسي پاڅون دویمې کالیزې لمانځلو له پاره ورغونډېږي.

د دې پاڅون په نتیجه کې اوږد مهالی مشر حسني مبارک له دندې لرې کړل شوی وو. د مخالفو ډلو سیاستوال محمد البرادعي په یوه بیان کې ویلي، پر هر کس غږ کوي چې نن په مصر کې په هر ځای کې ورغونډ شي او وښيي چې انقلاب باید پوره شي. د مخالفو ډلو مظاهره کوونکي نن په تحریر څلور لاره او ولسمشریزې ماڼې ته نېږدې غونډېږي. تمه ده د ولسمشر محمد مرسي په مشرۍ د حکومت پلویان هم لاریون وکړي. تېره شپه له تحریر څلور لارې سره نښتې هم شوې وې. حکومت مخالفه مظاهره کوونکو کاڼي ویشتل او پولیسو ورباندې اوښکې تویونکی ګیس واچاوه. تېره ورځ، ولسمشر په یوه وینا کې پر پلویانو غږ وکړ چې د انقلاب کالیزه ((په مهذبانه او سوله ییز)) ډول ولمانځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG