د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود کرزي امریکايي وګړتوب پرېښود


د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي ویلي، په سیاسي ډګر کې یې د رول لوبولو له پاره د امریکا وګړیتوب پرییښی دی.

محمود کرزي تېره ورځ مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دی به د ۲۰۱۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه وانه خلي: کټ

۵۷ کالن محمود کرزی یو شتمن صنعت کار دی چې په بانکدارۍ ، کان کیندنې او د جایداد په کاروبار کې دلچسپي لري. رسنۍ وايي، دی په کابل بانک کې اووه فیصده ونډه لري. په دې بانک کې په ۲۰۱۱ز کال کې د لویې درغلی خبرونه راغلي ول. خو محمود کرزی انکاري دی چې ګواکې ده په دې لړ کې کوم غلط کار کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG