د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خپلو ټولو سفارتونو امنیت مو ښه کړی"


د امریکا بهرنو چارو وزیره هېلري کلنټن
د امریکا بهرنو چارو وزیره هېلري کلنټن


د امریکا د خارجه چارو وزیرې هېلري کلنټن د کانګرېس د یوې اوریدنې پرمهال د امنیت لپاره د خپلې ادارې د ژمنتیا دفاع کړې ده. نوموړې پرون د سینیټ یوې کمیټۍ ته ویلي تېر کال د لیبیا بن غازي ښار کې په امریکايي کونسلګرۍ له بریده پس د خارجه چارو وزارت په ټوله نړۍ کې د خپل سفارتي مشن مرکزنو د حفاظت لپاره چټک ګامونه پورته کړي دي.

میرمن کلنټن زیاته کړه:

[ لکه څنګه چې ما څو واره وړاندې هم وېلي ول، زه ذمه واري قبلوم او په دې لړ کې تر ما زیات ژمن هیڅوک نشته. زه د خارجه چارو وزارت په داسې حال کې پریښودلو ته پرعزم یم چې هېواد به لا نور محفوظ، قوي او په امن کې وي.]

د بن غازي په هغه پیښه کې د سفیر کریس سټیونز پشمول څلور امریکایان وژل شوي ول.

میرمن کلنټن په دغه موقع وویل چې د هېواد استخباراتي اداره ایف بي آی د تیر کال په یوولسم سیپتېمبر بن غازي کې ترسره شوي هغه برید د پلټنو په لړ کې پر ځینو مهمو نقطو کار کوي.

نوموړې په ډېره غوسه د ریپبلیکن ګوند هغه تورونه رد کړل چې وايي انتظامیې د دغه برید خوا او شا واقعاتو پټولو هڅه کړې ده.

میرمن کلنټن د سیڼیټ د خارجه چارو کمیټۍ ته دا هم وویل چې د امریکا دیو جګپوړي سفارتکار په توګه د هغه ټولو نا سمو ګامونو ذمه واري مني چې له وجې یې د بن غازي په کونسلګرۍ د برید پیښه رامنځ ته شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG