د لاسرسي ځای

تازه خبر

(ګل مینه) مینې ژوبله کړې


سرچینه : نیویارک ټایمز
ژباړه : هارون باچا


نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ګل مينې په نوم د يوې افغانې جينۍ کيسه کړې چې تېرسيپټمبر مياشت کې خپل ورور په تبر وهلې وه او تر درملنې وروسته دا مهال د تشدد د پېښو ښکار شويو ښځو لپاره په کابل کې جوړ يوه پناه ځای کې ژوند کوي.


په ليکنه کې راغلي، د ګل مينې د مخ نه پټۍ لرې کړل شوي، خو ورباندې شوې د وحشتناکه حملې داغونه لا هم پاتې دي، چې دا کوشش کوي د خپل پړوني په وسيله يې پټ وساتي.

په نوموړې وروسته له هغه د دې ورور د تبر ګذارونه وکړل چې دا له يوه داسې سړي سره چې واده يې ورسره نه و شوی، په تښتېدو تورنه شوه.

د غيرت په نوم د ګل مينې وژنه ځکه هم ضروري وګڼل شوه چې د نوموړې د کلي کور خلکو د وينا له مخې دغه جينۍ په ورکوټوالي کې يو چا ته واده کړل شوې وه.

ګل مينه چې کله په زخمي حالت کې روغتون ته يوړل شوه نو ډاکټرانو وانګيرله چې شل کلنه ده. خو چې کله يې د مخ نه پټۍ پرانيستل شوې نو له دې هم ځوانه ښکاره شوه. د کابل په پنا ځای کې د ګل مينې ساتونکي باوري دي چې دا د شپاړسو کلونو ده.

نيويارک ټايمز ليکي، ګل مينه چې کله خلکو سره خبرې کوي نو ورکه ورکه وي. د دې مثال د هغه يو چا په شان دی چې په يوه نوي ځای کې سترګې وغړوي او هيڅ نه وي خبر چې دغلته څنګه ورسېد. ورځپاڼې د ګل مينې خبره راخيستې چې وايي، نه پوهېږم دې حالت ته څنګ راورسېدم ؟

ګل مينې ته البته دا ياد دي چې کلی يې له پاکستان سره په لګېدلې سرحدي سيمه کې دی او څلور وروڼه او دوه خويندې لري. د ورځپاڼې په ليکنه، د دې اشاره د افغانستان د کونړ ولايت ناړۍ ولسوالۍ ته ده.

ورځپاڼه په کابل کې د ښځو د پنا ځای د مشرې منيزه نادري په حواله لیکي چې ګل مينې ته يې يو وکيل پيدا کړی دی، خو نه غواړي چې پر دې څه رقم فشار راوړي. نادري ورځپاڼې ته زياته کړې، ګل مينه بېلا بېلو وختونو کې بېلا بېلې خبرې کوي. کله وايي چې واده يې شوی دی او څلور بچي لري. خو اوس وايي چې هيڅ واده يې نه دی شوی.

ورځپاڼه کاږي، له ګل مينې چې کله پوښتنه وشي چې څه کول غواړي، نو وايي چې غواړي له خپلې کورني سره بيرته يو ځای شي.

د ورځپاڼې په خبره، په افغانستان کې د يوې داسې ښځې لپاره چې د خپلې کورنۍ د غيرت پامال کولو تور پرې لګېدلی وي، بيرته خپل کور ته ژوندي تلل ناشونی دي.

ورځپاڼه په لويديځ افغانستان کې د افغان ښځو شبکې د مشرې حسينه نيکزاد خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د ګل مينې ورور، پر ځای د دې چې خبره پوليسو ته ورسوي، د دې د وژلو کوشش يې وکړ، نو زما يقين دی چې هغه به بيا هم همدغسې وکړي.
XS
SM
MD
LG