د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له پاکستانه ترهګري او بنیادګري باسو"


د منهاج القران ادارې مشر او صوفي عالم طاهر القادري
د منهاج القران ادارې مشر او صوفي عالم طاهر القادري



د منهاج القران ادارې مشر او صوفي عالم طاهر القادري، چې ددرغلیو ضد او په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو په هدف يې په اسلام اباد کې احتجاجي لاریون پيل کړی د سېشنبې پر ماسپښين په خپله تفصیلي وینا کې دپاکستان واکمن نظام په درغلیو، اداري فساد او دترهګرو په ملاتړتورن کړ او دا لاریون يې په تیونس، مصر او لیبیا کې دبدلونونو په شان د یوه انقلاب پيل وباله:

(د پاکستان دمرکزي او د پنجاب حکومت ځينې وزیران د ترهګرۍ واردوونکي او صادروونکي دي، دوی د ترهګرۍ پالونکي دي او سمبالوونکي دي، دترهګرۍ بنسټ ايښودونکي دي، ترهګرۍ ته وده ورکوونکي دي.

موږ یوه معتدله، مترقي او سوله ييزه ټولنه غواړو، داسې ټولنه چې په هغه کې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې لپاره هیڅ ځای نه وي.

رښتیا ووايئ ایا پاکستان په کور دننه او په نړۍ کې دسولې او ثبات د ټینګښت او ودې لپاره کار کړی؟)

هغه همداراز یې وویل، چې په اساسي قانون کې داخبره په څرګندو ټکو لیکل شوې، چې د پاکستان دولت د کورني او بهرني امنيت دخوندي کولو مسوولیت لري او دهیڅ کوم هیواد په کورنیو چارو کې به لاس وهنه کوي او نه به يې امنیت له خطر سره مخامخوي. خو د نوموړي په خبره دا وخت په پاکستان کې دیره ترهګرو نه یواځې کورنی بلکې د نړۍ امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

قادري همدا راز د پاکستان ضعیف اقتصاد او خراب امنيتي وضعیت ته په اشارې وویل، چې حکومت یواځې دخپلې بقا او په خبره يې د جیبونو ډکولو په غم کې دی او هیڅکله يې د ولس اساسي مشکلاتو او مسایلو ته پاملرنه نده کړې:

(ترهګري دلته ورځ تر بلې وده کوي، دهیچا ژوند خوندي ندی، ۹۹ فیصده خلک له رښتينې ازادۍ محروم دي، دهیچا ژوند و روزګار خوندي ندی، حتی دماشومانو، دملالې پيښه یو ژوندی مثال دی، زموږ ماشومان نه شي کولی په ډاډه زړه ښوونځي ته لاړشي.)

قادري هغه تورونه رد کړل، چې ګنې دی د استخباراتي ادارو، امریکا یا برتانيیا په لارښوونه میدان ته راوتلی او غواړي انتخابات وځنډول شي.

نوموړي اوسني واکمن په اداري فساد، درغلیو او دماليې په غلا تورن کړل او ويې ویل، ترهغې چې انتخاباتي اصلاحات نه وي رامنځته شوي اوخلک دخپلې رايې په ارزښت نه وي پوی شوي دا لړۍ به همداسې جاري وي.

دهغه په خبره دا وخت په پاکستان کې لوږه، بیکاري، نا امني او د ناقانونه و خپلسرو سخت دریزو وسله والو ډلو زور زیاتی او فعالیتونه اوج ته رسیدلي، چې له امله يې هیڅوک ځان خوندي نه ګڼي :

قادري چې په کاناډا کې تر څو کلونو تیرولو وروسته تیره میلادي میاشت پاکستان ته ستون شوی د انتخاباتي او اداري اصلاحاتو غوښتنه کوي.

هغه یو پاکستاني الاصله کاناډايي دی او د منهاج القران په نوم یوه مذهبي اداره چلوي.

نوموړي په خپلو لیکنو او وینا وو کې دطالبانو او القاعده په ګډون دسخت دریځو وسله والو ډلو فعالیتونه او کړنلارې غندلي او هغه يې داسلام ضد عمل بللی.

د طاهرالقادري لاریون ګټې او تاوانونه

که څه هم تر دې وړاندې هم په پاکستان کې په بیا بیا لاریونونه یا لانګ مارچونه شوي دي خو د طاهرالقادري لاریون کې سیاسي ګوندونه یا نورې ډلې ولې نه شاميلېږي.؟ په دې اړه د د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین وايي، چې کومه مفکوره د قادري صاحب له غاړې خوره شوه او کوم عملیات پر هغې وشو، د سیاسي ګوندونو لپاره او هغوی خپله همدا سوچ کړی دی، چې که دوی په کې ورګد شي نو سیاسي تاوان به ورته ورسېږي. او بل دا چې د قادري صاحب راټول کړي خلک دومره ډېر نه دي چې نورې سیاسي ډلې ګټه ترې واخلي. او بل دا چې د قادري صاحب په حواله ولسي غبرګون هم ډېر منفي دی. او د دې یو مثال مسلم لیګ ق او متحده قامي مومېنټ دی. او هر څوک چې په دې کې شاملېږي نو هغوی به د ولسي همدردۍ پر ځای له منفي ردعمل سره مخامخېږي.

د طاهرالقادري د غوښتنو آییني حیثیت

وزیراعظم، وزیران یا حکومت د یوه کس په غوښتنو نه لرې کېږي. د هغې لپاره په آیین کې یو قانوني شق دی، او که څوک دا وايي، چې پلانی ما لرې کړو نو د دې مانا دا شوه چې هغه قانون نه مني. او د طاهرالقادري خبرې د آیین بالکل خلاف ورزي ده. د پاکستان په آیین کې په زور باندې حکومت بدلول، د طاقت په مظاهرو باندې حکومت بدلول، دا د آیین د آرټیکل ۶ خلاف ورزي ده. او حکومت تر دغه شپږم شق لاندې د هر هغه چا خلاف کاروايي کولای شي چې سرغړونه یې وکړي. او تر دې آرټیکل لاندې د مرګ سزا هم ورکول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG