« مابت خان مې نوم دی او دلته د پنځو کسانو سره راغلم. موږ د رباني په شمول باندې داسې به راليږل کيدو له پاکستان نه او درې زره روپۍ به د مياشتې خرچه راکول کيده. موږ ته داسې ويل کيده چې ښوونځي به هم سوزویء، خلک به هم وژنۍ خو چې موږ وليدل دغه خپل ورونه راته ښه ښکار شول.»
د دغه ګروپ دو تنه وايي چې نور يې د خپل وطن د ورانولو زغم له لاسه ورکړی و.
د اچين ولسوالۍ اوسيدونکي فيض محمد وايي چې دوی ته به ويل کيدل چې بمونه وچوي، پلونه وران کړي، ملي اردو او پوليس ووژنیء او نور... خو موږ نور نه غوښتل چې دا وطن وران شي.له ورانکاريو مو لاس واخيستو او نور به خپل وطن ته خدمت کوو.
د اچين ولسوالۍ يو بل تن اوسيدونکی دفتر وايي چې خپل وطن سره مو خيانت کولو، ما چې خپل د تره زوی، ګاونډي او کليوال وليدل چې ملي اردو کې خدمت کوي، نو موږ ته د د خپل وطن دې ورانيدو خوند رانه کړو. دې زياتوي چې په دې خاطر له دولت سره يو ځای شوي چې خپل وطن ته خدمت وکړي.
د ننګرهار د سولې د عالي شورا د ولايتي کميټې چارواکي وايي چې دولت هر هغه کس ته چې له وسله وال مخالفت نه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي، سرګروپ يا قوماندان ته به يې تر شپږو مياشتو پورې ديارلس زره افغانۍ او د ګروپ هر غړي ته به اته زره افغانۍ مياشتينۍ تنخواه ورکول کيږي.