د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې یاغیانو یو هوایې میدان نیولی


د رپورټونو ترمخه له څو ورځو سختو جګړو وروسته د شام حکومت مخالفه ياغيانو د ملک په شمال غرب کې د تفتناز مهم هوايي ميدان نيولی دی. بل خوا د شام لپاره نړيوال استازي لخضر براهيمي د امريکا او روس سفارتکارانو سره په جينيوا تر ملاقات وروسته د شام په اړه کومې واضحه نتيجې ته د نه رسيدو وروستو ويلي چې د مسلې د ختمولو لپاره بيړني حل ته ضرورت دی.

روس او امريکا له تير کال راهيسې د شام د وسله وال بحران په اړه ژور اختلافات لري. امريکا د شامي حکومت مخالفه ياغيانو ملاتړ کوي او غواړي صدر بشارالاسد واک پريږدي خو روس د نوموړي ملاتړ کوي.

په شام کې د تیرې څه مودې راهیسې د تشدد په پیښو کې یو شمیر خلک وژل شوې دي. اخوا بشر ال اسد قام ته په خپله یوه وینا کې یاغیان د پردو قوتونو ګوډاګې وګرزول، او زیاته یې کړه دغه خلک په خپل هیواد کې د برامنیو په پیښو کې ککړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG