د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې باچاخان چوک کې چاودنه، ۱۱ووژل شول ۲۵ ژوبل




چاودنه د کوټې ښار په باچان چوک کې وشوه، چې په کې تر اوسه ۱۱ تنه وژل شوي او تر پنځویشت زیات ژوبل دی. د پولیس یو مشر میر زیبر محمود وايي، په چاودنه کې د ملېشې ځواکونو سرتېري هم ژوبل دي، نوموړي دا ونه ویل چې د چاودنې هدف ملېشه ځواکونه ول، چې له برید سره نژدې یې یوه پوسته هم ده.

د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر وايي، چې په برید کې تر ډېره ولسي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

په باچاخان چوک کې یوه ځايي دوکاندار مشال راډيو ته وویل، چې پر چوک یو مشکوک کارټن پروت وو، او ملېشې ځواکونو ته یې خبر وکړ او بیا هغوی د بم شنډولو ډله راوغوښتله، د ده په خبره چې کله د بم شنډولو ډله راورسېدله، نو ورسره سم چاودنه وشوله، چې په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. ګڼو دوکانو او موټرانو ته زیان ورسېدلی. تراوسه لا هم هیڅ یوې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د بلوچستان صوبې مرکز کوټه کې په بیا بیا د بمي چاودنې او هدفي وژنې تر سره کېږي، چې سبب یې د بلوڅ خپلواکي غوښتنونکو ډلو اوپاکستانیو سرکاري امنیتي ادارو ترمنځ نښتې او پر یو بل بریدونه او یا هم فرقه ییزه تندلارې ډلې بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG