د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ۲۰۱۲م کال ډېر خونړی وو





په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني کماندان جنرل سټینلې میک کرسټل په خپل نوي کتاب کې لیکلي د ولسمشر اوباما د واک وړومبی کال په افغانستان کې د جنګ د پالیسۍ په اړه د وایټ هاوس او پینټاګون ترمینځ د بې باورې ښکار شوی وو.

رویټرز خبري اژانس د راپور د مخه ـــــــ مککریسټل ویلي اوباما په داسې وخت کې ولسمشر غوره کړل شو کله چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر د طالب یاغیانو ر پر شا تمبولو لپاره د دیرشو زرو نورو ځواکونو غوښتنه کوله، خو په دې غوښتنه د پروسږ کال تر اوړي پورې څه عمل و نه شو.

مککریسټل پخپل کتاب [په دنده کې مې ونډه] “My share of the Task” کې لیکلي ــــــ ولسمشر اوباما د یو داسې پریکړې کولو سره مخ شو چې د وخت د حساسیت سره تړلې وه. چې له کبله يي د وایټ هاوس او د دفاع د وزارت ترمینځ باور کم شو. مککریسټل سپیناوی کړی د هغه په اند دا هرڅه غیر ارادي وو، خو د وخت تیریدو سره يي ډیر تاوان ورسولو.

رویټرز لیکي ـــ دغه بې باورۍ د مککریسټل په استعفا کې هم یو کردار ولوبولو.

د مککریسټل کتاب د ګل په ورځ خپریږي او په کې د هغه یاداشتونه ، او هغه واقعې ذکر شوی چې وروستو ورپسې هغه د خپلې چوکۍ نه لاس په سر شو.

بل خوا اې ایف پي خبري اژانس د پاکستان په لوی کاروباري ښار کراچۍ کې د امنیت د خراب حالت په اړه په یو راپور کې لیکلي چې په ۲۰۱۲ م کال په تېرو شلو کالو کې د کراچۍ لپاره تر ټولو خونړی وو. په دغه کال په کراچۍ کې د لساني او سیاسي اختلاف له کبله په رامینځ ته شوي تشدد کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

اژانس لیکي ــــــ کراچۍ ته د خلکو د هجرت له کبله د ښار وسایل تر فشار لاندې دي او د شناخت او واک لپاره جګړه نوره هم خونړۍ شوې ده. َددې جګړې ښکار عادي وګړي دي، چې یو ورځ له کوره ووځي، خو بله ورځ بیا خپلو کورونو ته راستانه نه شي.

د سیاسي ګوندونو مشران د تشدد د دې پیښو غندنه کوي ، بیا هم په دې پیښو کې ککړ خلک له لساني او سیاسي ګوندونو سره تړلي دي او ډیر په کې له سزا بچ پاته کیږي.

اې ایف پي د سیټیزن پولیس لايیزان کمیټۍ په حواله لیکي چې په ۲۰۱۲ کال م کې په کراچۍ کې ۲۱۲۴ کسان وژل شوي دي او دا په تېرو شلو کالو کې یو بدترین کال وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG