د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د ننګرهار کډوالو رييس به څارنوالۍ ته معرفي کړو“


ډاکټرزلمي زابلي
ډاکټرزلمي زابلي



ننګرهار ته له پاکستانه راغلي یو شمېر کډوال ددې ولایت د مهاجرینو پر رييس تور پورې کوي،چې د دوی پر حق سترګې پټوي.

او د هغو نمرو په بدل کې،چې دوی يي قانوني حق لري ددې ریاست چارواکي ورنه پیسې اخلي.

دغو کډوالو دا ستونزې پرون(پنجشنه) په جلال اباد کې د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون لخوا راغلي پلاوي سره شریکې کړې.

دوی وايي د ډيرو کډوالو تذکرې اوس هم په دې ریاست کې بندې پاتې دي او په خبره يي د ریاست چارواکو ورته ویلي،تر هغه به دوی ته تذکرې ورنکړي،چې پیسې يي نه وي ورکړي.

(( کډوال: مانه يي غوښتي،ماته يي ویلي،چې اویزونه نه درکوم،چې پینځه ویشت زره روپی راکړه زه به درته کار وکړم. هغه خپله وايي،چې دا مسلم یار په کابل کې وي او دا والي په دې ولایت کې وي زه دا ریاست نه پریږدم بدمعاشیانې کوي.))

د سنا مجلس د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون رييس او ننګرهار ته د راغلي پلاوي مشر ډاکټرزلمي زابلي مشال راډیو سره په خبرو کې انديښنه ښکاره،چې په دې ولایت کې له یوه رييس نه په زرګونو کورنۍ شکایت کوي نو ددې ولایت په نورو برخو کې به څه حال وي.

د زابلي په خبره که چیرې د مهاجرینو پر رييس دا تورونه ثابت شي نو دوی به يي ډیر ژر څارنوالی ته وروپيژني.

(( په زرګونو کورنۍ، د مهاجرینو له رييس نه سر ټکوي،چې په ښکاره ورته وايي پیسې راکړه که نه نو کار درته نه کوم دا موضوع به موږ جدي نیسو له مرکز نه به يي تعقیبوو او که دا تورونه پرې ثابت شو څارنوالی ته به يي معرفي کوو)).

د خلکو دا ستونزې مو د ننګرهار د مهاجرینو له رييس غلام حیدر سره شریکې کړې.
نوموړي د خلکو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او په خبره يي دې ریاست ته د ده شاوخوا دوه نیم کاله کیږي،چې راغلی دی.

د مهاجرینو د ریس په خبره تر اوسه په ننګرهار کې کډوالو ته دوه ښارګوټي ویشل شوي دي ،چې دا ټول د پخواني رييس په وخت کې کډوالو ته توزیع شوي دي.

(( ما مخکې درته وویل،چې دلته دوه ښار ګوټي توزیع شوي دي،چې هغه هم د پخواني رييس په وخت کې توزیع شوي دي،او اوس وخت کې دلته یو لکو پنځه ویشت زره کډوال نمرې غواړي موږ کوښښ کوو،چې ځای ورته پیدا کړو نو طبعي ده،چې دوی کې به ځينې شکایت کوي ځکه دوی ځمکې غواړي او اوس موږ سره نشته)).
د مشرانو جرګې څخه راغلي پلاوي په خپلو خبرو کې ښکاره کړه،چې په دې ولایت کې یو شمېر خلک په پارلمان کې له ځینو وکیلانو او سناتورانو څخه هم سرټکوي،چې پر ځمکو يي غصب کړی دی.

د دوی په خبره د یاد پلاوي اساسي موخه هم دا موضوع ده،چې له خلکو سره کښينې او دغه د ځمکو د غصب موضوع روښانه کړي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد

XS
SM
MD
LG