د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ته د کرزي سفر او هیلې





په امریکايي وال سټریټ ژورنال کې راغلي، افغان ولسمشر حامد کرزی به د ګل یا دوشنبې پر ورځ واشنګټن ته روانېږي او هلته به له خپل امریکايي سیال باراک اوباما سره په دې اړه خبرې کوي چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو موجودیت په څه ډول وي.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول د هیواد پارلېمان غړو ته د دې خبرو د توقعاتو او هیلو په اړه مالومات ورکړل.

زلمي رسول وویل، دا د ولسمشر امریکا ته تر ټولو مهم سفر دی او دا سفر به پر راتلونکو اړیکو رڼا واچوي.

په دې اړه په کابل کې د امریکا سفارت، سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت لا څه نه دي ویلي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، دواړه ولسمشران پر داسې وخت له یو بل سره ویني چې په افغانستان کې د سولې عمل نوي امېدونه ښودلي دي.

تېره میاشت په فرانسې کې د طالبانو استازو له افغان سیاستوالو سره ولیدل.

د امنیتي مسوولیتونو یا ذمه واریو انتقال له پاره د ولسمشر مشاور ډاکتر اشرف غني وال سټریټ ژورنال ته ویلي، د کرزي په دې سفر کې به د سولې بهیر، د واشنګټن و کابل تر منځ دوه اړخیزه امنیتي تړون، پوځي سامان او تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د مالي مرستو په اړه خبرې کېږي.

په دې وروستیو ورځو کې لوړ پوړو افغان چارواکو په سپینه ویلي چې هیله لري امریکا د افغانستان پوځ په عصري کولو او جدیدولو کې ورسره مرسته وکړي. دا چارواکي وايي، دوی داسې هوايي ځواک غواړي چې د هیواد د فضا ساتنه وکړي. په دې اړه امریکایان شک څرګندوي چې ایا افغانستان به دا کار پخپله وکړای شي او که نه؟

افغانستان خپل پوځ او پولیسو ته د تنخا ورکولو له پاره ډېر پر بهرنیو مرستو اډانه دی او نړیوال مرستندویان هیله لري چې په اوږد مهاله ډول افغانستان په خپلو امنیتي لګښتونو کې ډېره ونډه ولري.

وال سټریټ ژورنال لیکي، دا مهال افغان هوايي ځواک ابتدايي بڼه لري. دا ځواک د روسیې جوړې هیلي کاپټرې، سامان وړونکې وړې الوتکې او د روزنې له پاره کارېدونکې الوتکې لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي، د هیواد پوځ یې د بهرنۍ دفاع له پاره الوتکو ته اړتیا لري.

په دې ترځ کې د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي ویلي، امریکایان د افغانستان له اړتیاوو خبر دي. دی وايي، کابل واشنګټن ته د هغه سامان یو لسټ ورکړی چې دوی ورته ضرورت لري.

همدا راز فیضي زیاتوي، دا لا روښانه نه ده چې څومره امریکايي سرتېري به په افغانستان کې پاتې شي او څومره اډې به ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG