د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم پوله افغان کډوال نه پرېښودل کېږي




پاکستان د تورخم پوله یوارې بیا د خلکو پرمخ وتړله او له قانوني اسنادو پرته یې پر تګ راتګ بندیز ولګید.

په تورخم کې د پاکستان سرحدي پولیس وايي، بیګا دشپې ناوخته ورته امر شوی، چې له قانوني اسنادو یعنې ویزې پرته هیچا ته دې پر پوله د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د راپورونو له مخې دا وخت د پولې دواړو خواو ته په زرګونه خلک ایسار دي خو پر پوله مامور کسان د اوښتو اجازه نه ورکوي.

په تورخم کې د سرحدي پولیسو یوه افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي په تلیفون مشال راډیو ته وویل، چې بیګا شپه ناوخته يې له اسلام اباده احکامات ترلاسه کړي او نه پوهیږي چې دا بندیز به ترکومې پورې وي :

(موږ ته امر شوی چې له ویزې او پاسپورټ پرته هیچا ته د تګ راتګ اجازه ورنکړو، له ویزې پرته هیڅوک نشي کولی چې افغانستان ته واوړي یا پاکستان ته واوړي.

هغه څوک چې د مهاجرت کارتونه ولري هم نشي کولی چې تګ راتګ وکړي.
پر بار وړونکیو موټرو هیڅ بندیز نشته او د پخوا پشان ازادانه ځي راځي، خو عام خلک هغه که افغانان وي یا پاکستانیان له ویزې پرته نشي کولی چې پر پوله واوړي.

دغه دروازه په داسې حال کې بنده شوې، چې د یوې اندازې له مخې هره ورځ تر دیرشو زرو پورې خلک له دې لارې ځي راځي.

د سرحدي پولیسو دغه افسر وايي، د نوي بندیز له مخې هغو افغانانو ته چې پاکستان ته د درملنې یا نورو کارونو لپاره راغلي هم بیرته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

په تیرو نژدې ورځو کې دا درېيم ځل دی، چې د تورخم دروازه دخلکو پر مخ تړل کیږي، له دې وړاندې تیره میلادي میاشت د افغان پولیسو له خوا د څو تنو پاکستانیانو تر ډبولو وروسته پاکستان په احتجاج کې د دوو ورځو لپاره دغه پوله وتړله.

د تورخم دروازې بندیدو د افغانانو ترڅنګ پښتانه قباییل هم انديښنمن کړي او وايي، چې دا کار به د دوی پر ژوند بدې اغیزې وکړي.

په لواړګي کې ځايي خبريال ولي خان شینواري د قباییلو د احتمالي ستونزو باب په تلیفون مشال راډیو ته وویل :

د تورخم پرسرحدي دروازه د ویزې شرط په داسې حال کې لګول شوی، چې دا وخت په پاکستان کې په ملیونونو افغانان ژوند کوي او هره ورځ د زرګونو په شمیر افغانستان ته تګ راتګ کوي.

همداراز په افغانستان کې د روغتیايي اسنتیاوو د نشتوالي له وجې یو زیات شمیر ناروغان د درملنې لپاره پيښور ته راځي، چې دغه شرط به يې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي.

په اسلام اباد کې اړوندو دولتي مقاماتو په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه، خو دغه بندیز په داسې حال کې لګیږي، چې د دوشنبې پر ورځ په پاکستان کې د دیره شپاړس لکو راجستر شويو افغانانو د اوسیدو قانوني موده پای ته ورسیده.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG