د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په مقدسو اثارو کې یوه تاریخې چوغه هم ده


ژباړه: مجید بابر
سرچینه: واشنګټن پوسټ

امريکاي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ په خپله یوه مقاله کي ليکي چي تر ۲۵۰و کالو پوري د مسعود اخونذاده کورنۍ د افغانستان تر ټولو مقدسو لرغونو اثارو ساتنه کړي ده، په دغو کي يوه هغه چوغه ده چي ويل کیږي رسول د خداي اغوسته وه. د دغي چوغي له وجي د افغانستان باچاهان ، ولس مشران او طالبان ټول د کندهار ښار ابي مزار ځان ته راښکلي وو ، چي سکندر اعظم فتح کړی وو او تر اوسه پکې د واک لپاره مقابلي روانې دي.

ورځپاڼه ليکې چی په ۲۰۰۸م کال کي کله ددغي چوغي د وراثت مشري د اخونذاده پر غاړه شوه، نو څه که هم دا د ډير ویاړ خبره وه خو د خطرو نه هم خالي نه وه، د هغه نه مخکي ددغي وراثت پينځه مشران د هغه پلار ، ورونړو او خپلوانو کله په خپلو دفترونو کی کله په بازارونو او کله په هواي ډګر کي د سر قرباني ورکړي وي، باور کيږي چي هغوی ددغي اسلامی تاريخ سره د تړاؤ له وجي ياغيانو ځکه په نښه کړل چي غوښتل ي پدغه چوغه دعواګير شي.

ورځپاڼه ليکي چی لوړ قامته او د ببري ګيري خنده رويه اخونذاده کله ددغه مزار چابیاني تر لاسه کړي نو يو ټوپک ي هم واخستو ، اخونذاده ورځپاڼي ته ددغي ټوپک اخستو نه پس وویل چی داسی هيڅ يو قانون يو ملا د خپل خفاظت لپاره د وسلي اخستو نه منعه کوي چي ژوند ي په خطر کی وي.

ورځپاڼه ليکی ګڼ شمير افغانان پدي نظر دي چي په ۲۰۱۴م کال کی د بهرنیو عسکرو د کميدو نه پس که کندهار د انتشار ښکار شو ، نو دغه انتشار به دغه مشهور آثار هم د ځانه سره يوسي، او ددغو اثارو ساتونکې به هم د خطرو سره مخ کړي او په جګړه به ي بوخت کړی.

ورځپاڼي ته د کندهار ګڼ شمير اوسيدونکو ویلي دي چی د اخونذادګانو د وژنی لړی په ۱۹۹۶ م کال کي هغه وخت پيل شوه چي کله د طالبانو يو سترګي مشر ملا عمر د دغي چوغي زيارت ته ورغلو ، هغه وخت کندهار د طالبانو په واک کی وو او د کابل په لوري ي تابعه کړي وه.

يو شمير عينی شاهدانو ورځپاڼي ته ويلي دي، چی ملا عمر د اخونذاده ورور قاري شاه ولي ته وويل چی دا دي زه راغلمه ماته اجازه راکړه چي د دغي چوغي دیدار وکړمه.

ورځپاڼه ليکې، چی کله نه دغه چوغه د افغانستان پخواني باچا احمد شاه دراني کندهار ته راوړي ده، تر دوو پيړو پوري د اخونذاده کورنی صرف هغو افغان مشرانو ته ددغي چوغي د زيارت کولو اجازه ورکړي وه چي قانوني مشران وو ، خو ددغه هيواد په جنوبي برخه کي د ملا عمر زياتي مشهورتيا او تر زيارته پوري هغه سره د راغلو ګڼ شمير ټوپک مارو له وجی هغوي سره بله لار نه وه چي هغه ته د زيارت تر هغو ځايونو لاس رسي ورکړي چی د ډيرو دروازو ، قلپونو او پټو المارو شاته د عام ولس نه پټ وو.

اخونذاده ورځپاڼي ته ويلي دي، چي مونږ هيڅ اعتراض نه شو کولي ، ځکه چي هغه کمانډر وو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG