د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ناروغي ضد کمپین ودرول شو





د ورځپاڼې واشنګڼن پوسټ په يوه مقاله کې راغلي دي په پاکستان کې د ګوزڼ څاڅکو ورکونکو ډلو نهه غړي وژل شوي دي ، د ورځپاڼې په ليکنه دا وژنه د طالبانو د منظم او ظالمانه کاروايانو یو ثبوت دی. بريدکونکي د پاکستان په لوی ښار کراچۍ او نورو ښارونو کې د ګوزڼ ضد کمپېن په ودرولو کې کامياب شوي دي. دا پيښې په داسې وخت مخې ته راغلې دي چې په نړيواله توګه د ګوزڼ ضد هلې ځلې روانې دي.

په شلمه صدۍ کې ګوزڼ مرض يو له هغو خطرناکو مرضونو وو چې تشخيص شوی وو. د دې مرض وايرس د انسان په دماغ او د ملا تير باندې حمله کوي او په تېزۍ سره هغه ژونکې یا خليي تباه کوي چې د بدن غوړګې یا پټې کنټرولوي.

په تېرو څو لسيزو کې په نړيواله توګه د ګوزڼ ضد کمپېن کامياب شوی دی او دغه بيماري ۹۹ فيصده ختمه کړل شوې ده ، يواځې يو فيصده په نايجېريا، افغانستان او پاکستان کې پاته ده چې پرضد يي د ملګرو ملتونو او امريکا صحت چاواکو لخوا هلې ځلې روانې دي.

بلخوا د برتانيیا ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې راغلي په افغانستان کې د ولس د زړونو او ذهنونو ګټلو لپاره امريکايي پوځ د مرستو رسولو کارونه کوي ، که څه هم پوځ په سم ډول دغه کار ترسره کوي خو له دې سره د پوځي مداخلې او مرستو ترمنځ حدود تت شوی دی.

يواځې د اعتماد له کبله د مرستو رسولو پروسه کاميابېدای شي.

په تېر و ختونو کې په پاکستان کې يو طالب مشر په ايف ايم ريډيو خلکو ته دا خبرداری ورکاؤ چې د غرب لخوا د واکسينو پروګرام موخه دا ده چې د مسلمانانو ابادي کنټرول کړل شي.

په افغانستان کې د دا قسمه پروپګنډو د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو يونېسف څانګې د قامي کرکټ لوبډلې غړی ريس احمد زی چې پښتون هم دی ټاکلی دی ، همدا شان په يو شمېر غېر دولتي ادارو کې هم ځايي ولس ګمارل شوی دی چې له کلونو راهيسې په سختو او روسته پاتو سيمو کې کار کوي ، په دوی باندې خلک باور کوي او په سمه او اغېزناکه توګه دغه عمل پرمخ روان دی. دا خبره ضروري ده چې د دې ادارو د کار اهميت وپېژندل شي، ځکه چې دا هغه ادارې دي چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتو وروسته به هم خپل کار ته دوام ورکړي. په عينې حال کې نړيوالو ته داسې ګامونه پورته کول پکار دي چې د غېر دولتي ادارو د کارکونکو ژوند خوندي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG